د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ختيځ ژي جيانګ ولايت په ون جو ښار کې به د جولای له ۹مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې د صنعتي او انرژۍ د انټرنيټ نوښت او پرمختګ دوهم نړيوال کنفرانس تر سره شي.
د سږني کنفرانس موضوع "ډیجیټل انرژي، د شیانو سمارټ انټرنیټ" دی.
په دغه کنفرانس کې د اوجيانګ سرمشريزې غونډې په شمول يو لړ فعاليتونه شامل دي چې د کنفرانس د پرانيستلو مراسم او اصلي غونډه هم ده، شپږ موازي فورمونه او يو نندارتون چې د ياد کنفرانس په ترڅ کې به دوام وکړي.